Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د پیازو او تازه رومیانو ګمرکي وارداتي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته راښکته شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د پیازو او تازه رومیانو ګمرکي وارداتي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته راښکته شوه

onion tarfa reduced.jpeg

15 قوس 1401

د تعرفې کمېټې د پریکړې او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د هیواد په بازارونو کې د پیازو او تازه رومیانو د قیمتونو راکمیدو په موخه د یادو دواړو اقلامو وارداتي ګمرکي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۵ سلنې ته راښکته شوه.
پخوا چې د پیازو تعرفه ۲۰ سلنه وه له في ټن څخه شاوخوا ۳۱۸۰ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کیده، اوس مهال یي چې تعرفه ۵ سلنه شوه له في ټن څخه شاوخوا ۱۳۵۰ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کیږي.
همداشان پخوا چې د رومیانو تعرفه ۲۰ سلنه وه له في ټن څخه شاوخوا ۳۴۳۰ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کیده، اوس مهال یي چې تعرفه ۵ سلنه شوه له في ټن څخه شاوخوا ۱۴۵۰ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کیږي.
د یادونې وړ ده چې یاده پریکړه سر له نن څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د پلي کیدو وړ ده.