د منځنۍ اسیا له لاری اروپا ته د افغانستان صادرات پیل شول

dry fruit export.jpeg

5 قوس 1401

د ا.ا.ا له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د منځنۍ اسیا له لارې اروپایې هیوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو لیږد پیل شو.
په دې اړه په جوړلو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جلال، د کابل ګمرک رئیس مولوي ثناءالله نوید، ، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي، یو شمیر سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړې وو. 
په پیل کې د کابل ګمرک رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:” د خوښۍ ځای دی چې د ا.ا.ا امارت له واکمنیدو وروسته د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ محموله اروپایې هیوادونو ته صادریږي.”
نوموړي زیاته کړه چې په دې محموله کې د شاوخوا ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه میوه او زعفران نن د کابل له ګمرک څخه حرکت کوي او د منځنۍ اسیا له لارې به جرمني، هالنډ، بلژیم، اتریش او داسې نورو اروپایي هیوادونو ته ورسیږي.
 د سوداګرۍ او پانګونکې خونې مرستیال په خپلو خبرو کې له سوداګرو څخه د ا.ا.ا رهبرۍ له هراړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او اروپایې هیوادونو ته یې د افغانستان د وچو میوو او زعفرانو صادرول ستر ګام وباله.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یادو صادراتو په ارزښت خبرې وکړې او دا یې د سوداګرۍ ته ودې لپاره مهم ګام یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې یادې محمولې نن د کابل ګمرک څخه حرکت وکړ چې د یوې میاشتې په موده کې به د منځنۍ اسیا له لارې اروپا ته ورسیږي.