تعرفې کمېټې اوومه ناسته جوړه شوه

1.jpeg

3 قوس 1401

د تعرفې کمېټې ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د تعرفې کمېټې غړو تر څنګ د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو. 
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د ژوندیو چرګانو، مکروني، رُب، رومي بادنجانو، سګرټ، ګرځنده مبایل، کاغذي دستمال، اوسپنیز کیبل او تیز رفتاره موټرو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو، صنعتکاراتو او د اړوندو ادارو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ ودې او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همدا شان په دې کمېټه کې د قران کریم تلاوت د ځانګړي قلم لپاره د ملي کوډ په جوړیدو هم هوکړه وشوه.