Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
افغانستان د سيمې هيوادونو د وصل په نقطې بدليږي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

افغانستان د سيمې هيوادونو د وصل په نقطې بدليږي

111.jpg

23 عقرب 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رياست له لوري په ګمرکونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو، د کاري ساعتونو په زیاتېدلو، د بهرني ترانزیټ زماني مودې په زیاتېدو او په هيواد کې د سراسري امنیت په پایله کې د افغانستان له خاورې څخه په بهرني ترانزیټ کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.
1. په  ۱۳۹۹ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان له خاروې څخه (۲۴۸۹) ترانزيټي محمولې تیرې شوي دي چې (۷۸۳۴۴) ټنه وزن يې درلود.
2. په ۱۴۰۰ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان له خاروې څخه (۷۳۱۷) ترانزيټي محمولې تیرې شوي چې (۲۲۹۰۱۶ ) ټنه وزن يې درلوده، چې د ۱۳۹۹ کال په پرتله ۱۹۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
3. په ۱۴۰۱ هـ ل کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان له خاورې څخه (۲۶۹۸۰) محمولې تیرې شوي چې (۹۱۳۶۴۴) ټنه وزن يې درلود او د تير کال پر پرتله ۲۶۹ سلنه په محمولو کې زیاتوالی او ۲۹۹ سلنه په وزن کې زیاتوالی ښيي. 
د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوي ټرانزيټي اموال بېلابیلو هيوادونو ته لیږدول شوي چې ستره برخه یې پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هيوادونه دي.