د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته جوړه شوه

33.jpg

16 عقرب 1401

د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په کې ګډون درلود؛ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې په ګمرکونو کې د سوداګریزو مالونو د چټک طی مراحلو په موخه کاري وخت زیات کړي. نوموړي د داسې ناستو جوړول د شته ستونزو د حل لپاره اړینې یادې کړې او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ولایتي ګمرکونو کې شته ستونزې شریکې کړي څو د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کې د ۱۴۰۱مالي کال د تلې میاشتې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په یاده موده کې د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړ چې د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړل شوې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ورته د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.