د ټولو سوداګریزو شرکتونو د پام وړ

اسیکودا.jpeg

18 حمل 1400

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو ګمرکي اموالو د تصفیې په موخه د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي. د یوزر جوړولو لپاره د یوزر د ویش فورمه د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ(https://customs.mof.gov.af/?s=pashto&c=forms-ps) څخه تر لاسه او له ډکولو  وروسته له خپلو معتبرو سندونو(اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبر(TIN)) سره یو ځای یې په فزیکي ډول د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته دې وسپاري.


د شرکتونو د جواز ثبت او د اسیکوډا په سیستم کې د یوزر جوړولو طی مراحل په ګراف کې ښودل شوي دي.