د نیمروز په ګمرک کې ۶۰ ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

3.jpg

14 عقرب 1401

د نیمروز په ګمرک کې شاوخوا ۶۰ ټنه تاریخ تېر درمل، چاکلیټ، عطر او داسې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.
یاد توکي چې ارزښت یې شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ وو، له بهرنیو هیوادونو څخه وارد او  د نیمروز ګمرک د کارکونکو له لوري ضبط شوي وو.
د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چې له تاریخ تېرو توکو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.