د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د ګمرکونو لوی ریاست ته په سپارل شویو سپارښتنو بحث وشو

4.jpg

9 عقرب 1401

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د ګمرکونو لوی ریاست ته په سپارل شویو سپارښتنو بحث وشو

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله تېره ورځ د ګمرکونو عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ښاغلي انجینر عبداللطیف خالد سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو او د کورنۍ پلټنې لوی ریاست تخنیکي کارکوونکو هم شتون درلود، دواړو لوریو په روان کال کې د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د ګمرکونو لوی ریاست ته په سپارل شویو سپارښتنو هر اړخیز بحث وکړ او په اړه یي لازمې پریکړې وکړې.
همداشان په دې کتنه کې دواړو لوریو په خپل وخت سره د یادو سپارښتنو په پلي کیدو ټینګار وکړ.