په لومړي ځل د ډنډپټان په ګمرک کې د صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه
6 عقرب 1401
په لومړي ځل د ډنډپټان په ګمرک کې د صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله شوه
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د پکتیا ولایت د ډنډپټان په ګمرک کې د صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده انالوګ تله د صادراتي توکو دقیق وزن معلوموي چې له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کیدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي.
یاده تله ۱۸ متره اوږد والی لري چې کارونه یې د یو افغاني شرکت له لوري تر سره شوي دي.