Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د حیرتانو په ګمرک کې جامع جومات پرانېستل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د حیرتانو په ګمرک کې جامع جومات پرانېستل شو

مسجد11.jpg

4 عقرب 1401

د حیرتانو په ګمرک کې یو ستر جامع جومات چې څلور میاشتې وړاندې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانېستل شو.
د پرانېستې په دې مراسمو کې د بلخ ګمرک رئیس ښاغلي مولوي صفر محمد سحر او د یو شمېر سېمه ایزو ادارو مسؤلینو ګډون کړې وو.
په دې جومات کې چې د لمونځ کوونکو لپاره ټولې اسانتیاوي برابرې شوي، په یو وخت کې (۴۰۰) سوه لمونځ کوونکي ځایولای شي.
 د یادونې وړ ده چې پر یاد جومات شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي بودیجه یې د مالیې وزارت د داخلي بودیجې او یو شمېر سوداګرو له لوري تمویل شوې.