Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو عمومي رئیسې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست له مسؤلینو سره له ګمرکي محصول څخه د معافیت د جوړ شوي الکترونيکي سیستم په پلي کولو خبرې وکړې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو عمومي رئیسې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست له مسؤلینو سره له ګمرکي محصول څخه د معافیت د جوړ شوي الکترونيکي سیستم په پلي کولو خبرې وکړې

IMG_9343.jpg

18 حمل 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست له مرستیال ښاغلي عبدالجبار رحیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لوریو له ګمرکي محصول څخه د معافیت جوړ شوي الکترونيکي سیستم د پلي کولو په څرنګوالي، د یاد سیستم لپاره د طرزالعمل په جوړیدو او په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د اړوندو کارکونکو په روزلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.


اغلی احمدي وویل چې له فساد سره د مبارزې په موخه غواړو ټولې ګمرکي چارې الکترونیکي کړو چې له ګمرکي محصول څخه معافیت هم په کې شامل دی. نوموړې زیاته کړه چې د یاد سیستم په پلي کیدو کې د بهرنیو چارو وزارت رول ډیر مهم دی.


د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست مرستیال د خپلې ادارې په استازیتوب د دې سیستم له پلي کیدو څخه ملاتړ وکړ او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.


د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست له ګمرکي محصول څخه د معافیت لپاره الکترونیکي سیستم جوړ کړی او ډیر ژر به یې پرانېسته وشي.