Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي کمیټې پر یو شمېر اړوندو موضوعاتو بحث وکړ | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي کمیټې پر یو شمېر اړوندو موضوعاتو بحث وکړ

3.jpg

27 میزان 1401

د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي کمیټې لومړنۍ ناسته تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې کمیټي کې صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګمرکي تعرفې په برخه کې د ستونزو پر هواري، د سوداګریزو شرکتونو له لوري د انحصار او ایجنسۍ په برخه کې پر شته ستونزو او حل لارو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.
د یادونې وړ ده چې یاده تخنیکي کمېټه د ګمرکونو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ د لا همغږۍ په موخه جوړه شوې ده او پر هغو موضوعاتو به بحث او خبرې کوي چې د دواړو ادارو اړوند وي.