د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

1.jpg

27 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې د کندهار ګمرک د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یي د کندهار ولایت د سوداګریزو شرکتونو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره د یاد ولایت د سوداګرۍ په خونه کې وکتل.
په کتنه کې چې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پیل کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او یاد ولایت ته د راتګ څخه د مننې تر څنګ وویل چې د ا.ا.ا په راتګ سره په ګمرکونو کې فساد له منځه تللی او ګمرکي طی مراحل اسانه شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت سره رسیدنه کیږي.
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار وویل چې کندهار ولایت ته زموږ د راتګ موخه داده چې د سوداګرو ستونزې واورو او له دوی څخه یي غوښتنه وکړه چې شته ستونزې له راغلي پلاوي سره شریکې کړي.
د کندهار ولایت سوداګرو په خپل وار سره په ګمرکونو کې شته ستونزې له راغلي پلاوي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یي وکړه
د ناستې په پای کې د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو اکثره ستونزې حل کړې او په اړه یي د کندهار ګمرک مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل. همداشان نوموړي وویل چې ځینې پاتې ستونزې به د حل په موخه د مالیې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.