د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره وکتل

ګندهار۲.jpg

26 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د کندهار له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره د یاد ولایت په مقام کې وکتل.
په دې کتنه چې رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار حاجي ابراهیم حکمت او د کندهار ګمرک رئيس هم شتون درلود، په پیل کې د کندهار والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو ټینګار وکړ. نوموړي د اړوندو چارو د لا ښه والي لپاره په ګمرکونو د تاسیساتو جوړول او له اړوندو ادارو سره ښه همغږۍ اړین یاد کړل.
د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې په ګمرکونو کې د پخوا په پرتله ګمرکي طی مراحل چټک شوي دي او د سوداګرو ستونزو ته په خپل وخت سره رسیدنه کیږي. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په اکثره ګمرکونو کې ۱۲ ساعته او ۲۴ ساعته ګمرکي طی مراحل تر سره کیږي او زموږ هڅه دا ده چې له اړوندو ادارو سره په همغږي په پاتې نورو ګمرکونو کې هم کاري وخت زیات کړو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رئیس او ور سره پلاوی د هرات، فراه او نیمروز ګمرکونو له ارزونې وروسته کندهار ولایت ته تللی او هلته به هم د ګمرک له چارو څخه ارزونه وکړي.