Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د نيمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د نيمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

437.jpg

25 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چې د هرات او فراه ګمرکونو له ارزونې وروسته نيمروز ولايت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ يي د نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت په مقام کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د نيمروز والي ښاغلي مولوي نجیب الله رفیع او د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستيال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پيل کې د نيمروز والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ياد ولايت سوداګرو ته وویل چې راغلي پلاوي سره د حل په موخه خپلې اړوندې ستونزې شريکې کړي.
ورپسې د نيمروز ولايت سوداګرو په خپل وار سره په ګمرکونو کې د خپلو شته ستونزو يادونه وکړه.
په پای کې د ګمرکونو لوی رئیس خبرې وکړې او وويل چې د ګمرکونو لوی رياست هڅه دا ده چې د سوداګرو ستونزو ته د رسيدنې او دوی ته د لا اسانتيا برابرولو تر څنګ په ګمرکونو کې ګمرکي طی مراحل ساده او لا چټک کړي.