Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ولایت د یو شمېر سوداګرو ستونزې واوریدې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ولایت د یو شمېر سوداګرو ستونزې واوریدې

1.jpg

24 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ولایت د یو شمېر سوداګرو ستونزې واوریدې

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې د فراه ګمرک د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یي د فراه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه چې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پیل کې د فراه ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي حاجي دین محمد خبرې وکړې او راغلي پلاوي ته یي د ښه راغلاست تر څنګ د سوداګرو یو شمیرې شته ستونزې شریکې کړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره به د دوی ستونزې حل کړي.