د ګمرکونو او عوایدو معین د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

معین.jpg

24 میزان 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا ناصر اخند، تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، په مشرۍ د یاد وزارت له پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو، په هیواد کې د ټرانزیټ پر بهیر، صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګمرکي تعرفې په برخه کې د ستونزو پر هواري، د دواړو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو او یو لړ نورو اړینو مسایلو بحث وکړ.
د ناستي په پای کې پرېکړه وشوه، چي د دواړو لورو له خوا به د یادو شویو مسایلو په برخه کې ګډه همکاري او همغږي رامنځته کېږي.