د ګمرکونو لوی رئیس د هرات صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

5.jpg

24 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی، د رئیس الوزرا  اقتصادي مرستیال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت په ملتیا یي د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د بطرۍ جوړولو، د قالینو جوړولو او د سوپرکولا د مشروباتو جوړولو له کارخونو څخه لیدنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د پانګه والو څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې یي پانګه اچونه کړې. نوموړي وویل چې له صنعت څخه ملاتړ د ا.ا.ا له لومړیتوبونو څخه ده او له دوی سره یي شته امکاناتو ته په کتو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.