په هیواد کې د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې د بهرني ټرانزیټ زماني معیاد زیات شو

310942783_1962083717319928_7533616188278579919_n.jpg

23 میزان 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړې او د ګمرکونو او عوایدو معینیت په منظورۍ له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې د بهرني ټرانزیټ د محمولو رسېدلو زماني معیاد زیات شو.
د دې پرېکړې موخه کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د لا اسانتیاوو را منځته کول، د سوداګرۍ پراختیا او د افغانستان له لارې د بهرني ټرانزیټ ته لا وده ورکول دي.
له دې وړاندې د بهرني ټرانزیټ په کړنلاره کې ټرانزیټي محمولو ته له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې کم وخت ورکړل شوې وو، چې اکثره وخت به سوداګرو له دې برخې شکایت درلوده. له نېکمرغه چې د نوې پرېکړې په پلي کېدو سره به یاده ستونزه حل شي.