د ګمرکونو لوی رئیس د هرات ګمرک د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

۱.jpg

20 میزان 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې د اقتصادي کمېسیون یو شمېر غړي یي هم ملتیا کوي، نن د هرات ګمرک د ارزونې او د دې ولایت د سوداګرو ستونزو د اوریدو په موخه یاد ولایت ته رسمي سفر وکړ.
ټاکل شوې ده د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې د هرات ګمرک له چارو څخه له نږدې ارزونه وکړي څو شته ستونزې معلومې او د حل لپاره يي اړینې کړنې تر سره شي.