د سپین بولدک سرحدي ګمرک یو شمېر کارکونکو ته د اسیکوډا له سیستم سره د بلدتیا په موخه ورکشاپ پیل شو

222222.jpeg

20 میزان 1401

د سپین بولدک سرحدي ګمرک یو شمېر تازه ګمارل شویو کارکونکو ته د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا په موخه د اسیکوډا سیستم د متخصصینو له لوري ورکشاپ پیل شو.
په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د اسیکوډا سیستم د بېلابیلو برخو په اړه تخنیکي او عملي روزنه ورکړل شي.
په پام کې ده چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګمرکي سیستمو ریاست (اسیکوډا) له لوري د هیواد په نورو ګمرکونو کې هم نویو ګمارل شویو کارکونکو ته ورته ورکشاپونه په لاره واچول شي.