اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ډیجیټلي او انالوګ تلې نصب او فعالې دي 
  
    
  19 میزان 1401 
  
 د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د وارداتي او صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو او د ملي عوایدو له تېښتې څخه د مخنیوي په موخه د ا.ا.ا له فتحې څخه وروسته د هیواد په ۱۳ محصولي او سرحدي ګمرکونو کې ۱۵ انالوګ او ۸ ډیجیټلي تلې ترمیم او فعاله کړي دي. 
 همداشان په څلورو ګمرکونو کې يي د وارداتي او صادراتي توکو لپاره ۴  نوې انالوګ تلې نصب کړي دي چې له دې  سره اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تلې فعاله او ګټه ترې اخیستل کیږي.
 یادې انالوګ تلې اړتیا په کتو د ۲۲ او ۱۸ متره په اوږوالي  سره نصب شوي دي، چې ډیر ژر به د لا روڼتیا په موخه د سیستم له لارې له مرکز سره هم وصل شي.
 د دې تر څنګ د سپین بولدک او اندخوی په ګمرکونو کې د وارداتي توکو د چټک طی مراحلو په موخه د ۲ انالوګ تلو د نصبولو چارې هم روانې دي.
 د یادونې وړ ده چې د یادو ټولو تلو د ترمیم او نصب بودجه د مالیې وزارت له بودجې تمویل شوې او د افغاني شرکتونو له لوري یي کارونه سر ته رسیدلي دي.