د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې او پلان جوړونې ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

new.jpg

16 میزان 1401

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی محمد وسیم عثمان د تعرفې پخوانی رئیس د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې د نوي رئیس او ښاغلی عبدالرحمن وقاد د پلان جوړونې پخوانی رئیس د تعرفې د رئیس په توګه د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل شول. 
د ګمرکونو لوی رئیس د یادو ریاستونو کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې له نویو ګمارل شویو رئیسانو سره د چارو لا ښه والي په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.
په دې پیژندغونډه کې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو.