د ګمرکونو لوی رئیس د پلټنې عالي ادارې د قانون پلي کیدو له مسؤل سره وکتل

ff.jpg

16 میزان 1401

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې د قانون پلي کیدو له مسؤل ښاغلي محمد طارق فاروقي سره وکتل.
په دې کتنه چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس وویل چې زموږ هڅه داده چې په ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړو چې په دې برخه کې د نورو اړوندو ادارو همکاري اړینه ده. نوموړي وویل چې اوس مهال په ګمرکونو کې فساد صفر شوې او هر څوک چې د ګمرکونو لوی ریاست ته مراجعه کوي پرته له کومو تشریفاتو کولی شي له هر مسؤل سره وګوري او خپله ستونزه ور سره شریکه کړي.
د پلټنې عالي ادارې د قانون پلي کیدو مسؤل د ګمرکونو لوی ریاست له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه او ډاډ یي ورکړ چې له نورو ادارو سره ستاسو شته کاري ستونزې به د حل په موخه له خپل مشر تابه سره شریکې کړي.