د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

5.jpg

13 میزان 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د یادې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ګمرکونو عملیاتي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړې وو.
په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د ګمرکونو لوی ریاست له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د سوداګرو ستونزو ته په خپل وخت سره رسیدنه کوي. نوموړي د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري څخه غوښتنه وکړه چې د ننګرهار ولایت د سوداګرو ستونزو د حل لپاره یاد ولایت ته سفر وکړي.
ور پسې د ننګرهار ولایت د سوداګرو استازي د لیږد فورم، په ګمرکونو کې د تلو فیس او د وارداتي توکو د ګمرکي طی مراحلو په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یي وکړه. همداشان نوموړي په تېرو وختونو کې د نا معتبره T1 د معتبرولو په برخه کې وویل چې سوداګر چمتو دي چې یاد T1 معتبر کړي او په دې برخه کې یي د ګمرکونو لوی ریاست له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چې جرایم ورته معاف او هغه سوداګر چې زیات T1 یي نا معتبره دي په څو قسطونو کې د تحویلولو موافقه ور سره وکړي.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته وویل چې سوداګرو ته په ګمرکونو کې اسانتیا برابرول زموږ لومړیتوب دی او هڅه مو داده چې ګمرکي طی مراحل لا چټک کړو. نوموړي د لیږد فورم او د تلو فیس په اړه وویل چې یاده ستونزه به ژر حل شي.
ښاغلي سعید د نا معتبره T1 به برخه کې وویل چې سوداګر دې په روان کال کې خپل اصل باقیات تحویل کړي او د جرایمو په برخه کې د ا.ا.ا پریکړې ته په تمه شي.
د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د ګمرکونو لوی ریاست با صلاحیته پلاوی یاد ولایت ته سفر وکړي او دوی نورو شته ستونزو ته به رسیدنه وکړي.