د بې اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز په کابل ګمرک کې پرانیستل شو

1.jpg

11 میزان 1401

د بي اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز یا ون اسټاپ شاپ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ټرانسپورټ وزارت او د ټرافیکو لوی ریاست په ملتیا په چارو کي د روڼتیا او اساتنیاوو د رامنځته کولو په موخه د کابل ګمرک کي پرانیستل شو.
په دې غونډه کې  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌ءالله نوید، د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل، د ټرانسپورټ وزارت، د کابل د ټرافیکو لوی ریاست استازو او د مالیې وزارت یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
  د کابل ګمرک رئیس مولوي ثنا‌‌ءالله نوید په خپلو خبرو کي وویل: د ا.ا.ا اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د لومړۍ میاشتي ۱۹ مي نیټې د دوهمي مصوبې له مخي د بې اسنادو زرهي او غیر زرهي موټرو د طی مراحلو پروسه د شپږو میاشتو لپاره تصویب شوې، چي د طی مراحلو لارښود یې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري چمتو شوی او د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دی.
د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اوریاخیل وویل: د هيواد په ۶ زونونو (هرات، کندهار، ننګرهار، خوست، بلخ او کندز) ولایتونو کې به هم ورته د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو واحد مرکزونه پرانیستل شي، چې لویه موخه یې په ګمرکي طی مراحلو کي روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته کېدل دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې (ون سټاپ شاپ) کي د ګمرکي طی مراحلو پروسه له مرستندوي میز څخه د لومړنۍ پلټني او د مالک د معلوماتي فورمې له ډکولو سره سم پيلیږي او له تخنیکي او جرمي څیړنو وروسته د موټر د مالک او د موټر بشپړ معلومات د اړوند کارکونکي له لوري په سیسټم کې ثبتیږي، ورپسې د بایومیټریک مرحله ترسره کیږي او د بایومیټریک له پروسې وروسته د موټر مالک ته د ټرافیکو تعرفه ورکول کیږي او د طی مراحلو پروسه په بشپړه روڼتیا او چټکۍ سره پای ته رسیږي. د ګمرکي اسنادو د قانوني طی مراحلو وروسته بې اسناده موټر د ترافیکي سندونو د ترلاسه کولو په موخه د ټرافیکو لوي ریاست ته استول کیږي.