د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

01.jpg

5 میزان 1401

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چې د بلخ ګمرک د ارزونې په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللې، نن یي په دې ولایت کې له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یي واوریدل.
په دې کتنه کې چې د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د صنعت کارانو د ټولنې رئیس ښاغلي امام الدین سنایي زاده او د بلخ ګمرک رئیس ښاغلي مولوي صفر محمد سحر هم شتون درلود، په پیل کې د بلخ د سوداګرۍ رئیس خبرې وکړې او ا.ا.ا له رهبرۍ څخه یي مننه وکړه چې د ستونزو د حل تر څنګ یي سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د بلخ ولایت د صنعتکارانو ټولنې رئیس د صنعت د ارزښت بیانولو تر څنګ د ا.ا.ا له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چې په هیواد کې د صنعت ودې ته  زیاته پاملرنه وکړي.
ور پسې د ګمرکونو لوی رئیس خبرې وکړې او له دې غونډې څخه د خوښي څرګندولو تر څنګ یي سوداګرو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ګمرکونو لوی ریاست اړوند ستونزو ته به یي په وخت رسیدنه وشي. نوموړي وویل چې په هیواد کې د صنعت وده د ا.ا.ا له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې موږ هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو یو.
ښاغلي سعید له سوداګرو او صعنتکارانو څخه غوښتنه وکړه چې د فساد په لمنځه وړلو کې زموږ سره مرسته وکړي او اجازه ورنکړي چې بیا خپور شي.
د دې کتنې په پای کې یو شمېر سوداګرو او صنعتکاراتو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د ګمرکونو لوی رئیس له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.