د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

1.jpg

31 سنبله 1401

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او امرینو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې په سمه توګه خپلو چارو ته د رسیدو لپاره په ټاکلي وخت کاري دفترونو ته حاضر شي او اړتیا ته په کتو سره له رسمیاتو وروسته هم کار وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د ګمرکونو لوی ریاست اړوند ټول مسؤلین باید هڅه وکړي چې په اړوندو کارونو کې د لا اسنتیا برابرولو او د ستونزو د حل په موخه مشورې وکړي. 
همداشان په دې ناسته کې ځینو رئیسانو او امرینو د شته ستونزو یادونه وکړه چې په اړه یي تر بحث وروسته لازمې پریکړې وشوې.