د تعرفې کمېټې ناستې د یو شمېر وارداتي اقلامو د تعرفې په اړه پریکړې وکړې

3.jpg

23 سنبله 1401

د تعرفې کمېټې ناستې د یو شمېر وارداتي اقلامو د تعرفې په اړه پریکړې وکړې

د تعرفې کمېټې ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د تعرفې کمېټې غړو تر څنګ د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د تعرفې کمېټې له غړو څخه یي غوښتنه وکړه چې په دې کمېټه کې ټولې پریکړې د الله ج د رضا او د ولس د هوساینې لپاره ونیسي.
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د فوم، پي وي سي، لبنیاتو او ژوندو چرګانو د وارداتي تعرفو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې په اړه یي د سوداګرو، صنعتکاراتو او د اړوندو ادارو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ ودې او دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همدا شان په دې کمېټه کې د بکسونو اجزاء او قطعاتو، د وېښناتو رنګ او د مستعملو برښنايي وسایلو لپاره د نویو ملي کوډونو په جوړیدو هم هوکړه وشوه.