Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکي عوایدو د لومړیو شپږو میاشتو ارزونه وشوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکي عوایدو د لومړیو شپږو میاشتو ارزونه وشوه

1.jpg

22 سنبله 1401

د ګمرکي عوایدو د لومړیو شپږو میاشتو ارزونه وشوه

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ناستې نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ګمرکي عوایدو ارزونه وکړه او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یي د هر ګمرک په تفکیک سره د عوایدو راټولیدو هدف وټاکه. 
په دې ناسته کې د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ او لوی اقتصاد لوی ریاست سرپرست ښاغلي حسین الله احمدزي، د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې و.
د یادونې وړ ده چې هر کال په ګمرکونو کې د لومړیو شپږو میاشتو د صادراتو او وارداتو حجم او د تر لاسه شویو عوایدو ارزونه کیږي او په همدې اساس د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د عوایدو راټولیدو هدف ټاکل کیږي.