د تعرفې کمېټې د راتلونکې ناستې په یو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

1.jpg

20 سنبله 1401

د تعرفې کمېټې د راتلونکې ناستې په یو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ ناستې نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کې د تعرفې کمېټې د راتلونکې ناستې په یو شمېر ټاکل شویو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د یاد ریاست مرستیالانو، د مالیې وزارت مقام یو شمېر سلاکارانو او د ګمرکونو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین وویل چې د تعرفې کمېټې هرې ناستې ته باید پوره چمتووالی ونیول شي نوموړي د ناستې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د تعرفې کمېټې د راتلونکې ناستې د ټاکل شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي.
د ناستې ګډونوالو د نظرونو له اوریدو وروسته په یادو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او په اړه یي لازمې پریکړې ونیول شوې.