د ګمرکونو د ارزونې په موخه تخنیکي ناسته جوړه شوه

1.jpg

13 سنبله 1401

د ګمرکونو د ارزونې په موخه تخنیکي ناسته جوړه شوه

د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند، په مشرۍ ناستې تېره ورځ د معینیت د غونډو په تالار کې د هیواد د ګمرکونو تخنیکي ارزونه وکړه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال، د مرکزي ادارې یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په ګمرکونو کې د شته ستونزو د حل لپاره د دا ډول ناستو جوړول اړین یاد کړل. نوموړي په ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره د لا اسانتیا په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته یي سپارښتنه وکړه چې د سوداګرو ستونزې واوري او د حل لپاره یي اقدام وکړي.
همداشان له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د روان کال د زمري په میاشت کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته د ارزونې راپور وړاندې کړ چې د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او په اړه یي د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړل شوې.
په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د نورو اسانتیاو په رامنځته کیدو او د ګمرکي پروسو اسانه کولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او همداشان یي د سوداګرو لپاره د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او د ملي عوایدو د زیاتوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست هره میاشت د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزې روښانه او د حل لپاره یي اقدام وکړي.