په لومړي ځل د سپین بولدک په ګمرک کې ډیجیټلي تله فعاله شوه

2.jpeg

10 سنبله 1401

په لومړي ځل د سپین بولدک په ګمرک کې ډیجیټلي تله فعاله شوه


د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کې ډیجیټلي تله فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده ډیجیټلي تله د باروړونکو موټرو وزن او نمبر پلیټ په اتومات ډول ثبتوي او اسیکوډا سیستم ته یي استوي چې له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کیدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده چې د ااا په راتګ سره د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هیواد په پنځو ګمرکونو (تورخم، حیرتان، اقینه، سپین بولدک او ډنډپټان) کې ډیجیټلي تلې فعاله شوي دي او په پنځو نورو ګمرکونو کې به هم ژر فعاله شي.