د مالیې وزارت رهبرۍ او مسولینو له ولس سره د خپلو کړنو یو کلن راپور شریک کړ

2.jpeg

8 سنبله 1401

د مالیې وزارت رهبرۍ او مسولینو له ولس سره د خپلو کړنو یو کلن راپور شریک کړ


د وزارتونو په کچه ملت ته د حساب ورکولو په ترڅ کې د مالیې وزارت رهبرۍ هم له ولس سره د خپلو کړنو یو کلن راپور شریک کړ.
په همدې موخه د حکومت د رسنیو مرکز کې په جوړ سوي رسنیز کنفرانس کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود او یو شمیر مسولینو او رسنیو ګډون کړی وو او د مالیې وزارت د تېر یوه کال کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه یې له اولس سره شریک کړل.
په پیل کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري خبرې وکړې او وې ویل، چي د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د مالیې وزارت په لومړیو ورځو کي خپل ټول سیسټمونه فعاله کړل، د هیواد ټول عواید مرکزي سول، له فساد سره رښتینې مبارزه، اداري اصلاحاتو رامنځته کولو او اقتصادي ځان بسیا کیدو ته لومړیتوب ورکول سو، چي ورسره د وزارت اړوند ټولو برخو کي مثبت بدلونونه رامنځته سول او په ملي کچه یې ښې لاسته راوړنې ولرلې.
همدا راز له بهرنیو مرستو پرته د ۱۴۰۰ کال درې میاشتنۍ (۵۳) میلیارډه افغانۍ بودیجه او بیا د ۱۴۰۱ کال (۲۳۱) میلیارډه افغانۍ ملي بودیجه ترتیب سوه، چي د ۱۴۰۱ کال په ملي بودیجه کي مهمې پراختیایي پروژې په نظر کي نیول سوي دي. لکه د قوشتیپې کانال چي ۷ میلیارډه افغاني ورته  په نظر کي نیول سوي دي.
د ټول هيواد ګمرکونه په بشپړه توګه فعاله سوي، عواید سیسټمي او مرکزي سوي، ګمرکي پړاونو کي اسانتیا رامنځته سوې، پرمختللي بریښنایي تلې فعاله سوي، په یو شمیر ګمرکونو کي د سوداګرو د سهولت په موخه کاري موده زیاته سوې، د تورخم او سپین بولدک ګمرکونه په ۲۴ ساعته توګه فعاله سوي، د کمیشن کارانو جوازونه لغوه سوي او په ټوله کي د مالیې وزات اړوند په ټولو برخو کي له فساد سره رښتینې مبارزه سوې، په اداري تشکیلاتو کي اصلاحات رامنځته سوي، د مسلکي او وړ اشخاصو ګمارني ترسره سوي دي.
ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج خبري وکړې او د عوایدو لوي ریاست یې د مالیې وزارت یو له کلیدي ریاستو څخه یاد کړ، نوموړي وویل، چي یاد ریاست د تیر کال د سنبلې له لومړۍ نیټې څخه بیا د ۱۴۰۱ کال تر سنبلې پوري ۱۵۱ میلیاډه افغانۍ عواید راټول کړي دي. همدا راز په تیرو پنځو میاشتو کي ۷۴،۰۹۱ میلیارډه افغانۍ عواید راټول سوي دي، چي د تیر په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. ښاغلي معراج زیاته کړه، چي د عوایدو لوي ریاست مالیه ورکوونکو ته د لا ډیرو اسانتیاوو پر موخه په قوانینو او طرزالعملونو کار کوي، چي ډیر ژر به وروستي سي. همدا راز د سیسټمونو په برخو کي اصلاحات رامنځته سوي، په ټول هيواد کي د قوانینو د برابروالي طرزالعمل باندي کار کیږي، بریښنایي حکومتولي ته لومړیتوب ورکول سوی، په ټولو برخو کي له فساد سره رښتینې مبارزه کیږي، په تشکیلاتي جوړښت کي بدلونونه رامنځته سوي او د مسلکي کدرونو ګمارنو ته پام سوی دئ. ښاغلي معراج ټینګار وکړ، چي د مالیې ورکړه باید یو فرهنګ وګرځول سي؛ تر څو وکولای سو د هېواد راتلونکی په خپله جوړ کړو.
د ګمرکونو لوي رئیس مفتي عبدالمتین سعید د یاد ریاست د تیر یوکال لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل چي یاد ریاست د سوداګریزو اموالو د قیمت اېښودني په برخه کي اسانتیاوې رامنځته کړي او مختلف کوډونو یې له منځه وړي دي، د ټرانزیټ موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته غځول سوې ده، د ګمرکي طي مراحلو د اسانتیا په موخه ځیني ګمرکونه سرحداتو ته انتقال سوي، د تازه میوو او سبزیجاتو صادرولو ته لومړیتوب ورکول سوی، د ګرځنده مراقبت ټیم په ملتیا د هيواد ټولي قاچاقي لارې تړل سوي، فاسد اشخاص نیول سوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي. ښاغلي سعید همدا راز وویل چي په تیرو پنځه میاشتو کي ۴۱ میلیارډه افغانۍ عواید راټول سوي او همدا شان په تیر یو کال کي د ۵۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات ترسره سوي، چي د تیر په پرتله په دې برخه کي لس سلنه زیاتوالی راغلی دئ. نوموړي وویل چې د تیر حکومت په پرتله په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی لکه څنګه چي د تېر حکومت په وروستيو پنځو میاشتو کي د ۱۷۷ میلیارده افغانیو په ارزښت واردات تر سره سوي و او د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کي د ۲۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت واردات تر سره سوي دي چي ۲۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چي د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان له لاري ترانزیټ هم زیات سوی چې په تېر یو کال کې ۵۶۹۶۴ محمولو د افغانستان له لارې ترانزیټ تر سره کړی، چي د تیر حکومت په وروستي یوه کال کي ۱۵۵۷۴ محمولې وې دا د دې ښودنه کوي چې موږ په ګمرکونو کې پراخ اصلاحات راوستلي دي.
د خزاینو عمومي رئیس نصرت الله محمود د یاد ریاست کلنۍ لاسته راوړني په لاندې ډول بیان کړې:
غیر ضروري لګښتونه راکم سوي او مصارف په ګټورو ځایونو کي ترسره سوي دي. په بودیجوي واحدونو کي د تجملي اجناسو له خرید څخه مخنیوی سوی، د معاشونو ناسم تفاوت له منځه وړل سوی، د روغنیاتو په اخیستلو او همدا شان په بهرنیو سفرونو کي د بې ځایه لګښتونو مخه نیول سوې ده. له همدې امله بریالي سوي یو، چي د نظام ټول مصارف په سمه توګه تمویل کړو او ځینې مهمي پراختیایي پروژې هم په لاره واچوو، چي د قوش تیپې کانال، د ریل پټلۍ، د هوایي مفرزو جوړول او د ګمرکونو عصري کول یې د یادوني وړ دي. ښاغلي محمود وویل، چي دوي د نظام ټول پورونه ادا کړي، تر دې چي د تیر نظام بهرني پورونه یې هم ادا کړي، چي له ځینو بهرنیو موسسو او بانکونو څخه اخیستل سوي وو. همدا شان ۳ میلیونه پاسپورټونو قرارداد لاسلیک سوی او چاپ ته چمتو دي. د بهرنیو ډونرانو او تمویل کوونکو بشري مرستي انکشافي پروژو او اولیه مرستو ته اړول سوي، چي ښه بېلګه یې اوسمهال د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق څخه د ۹۰۰ میلیونه ډالرو ترلاسه کول دي، چې د دوه کلونو په موده کي به د روغتیا، مالدارۍ او بیا رغوني په برخو کي ولګول سي.