د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکونکو ته جوړ شوې ۱۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید

۱.jpg

2 سنبله 1401

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکونکو ته جوړ شوې ۱۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکونکو ته د جوړ شوي ورکشاپ د پای په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست په ګمرکونو کې د تشریح او بررسۍ برخه مهمه یاده کړه او اړوندو کارکونکو ته یي سپارښتنه وکړه چې په کارونو کې له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي. نوموړي وویل چې په اسلامي نظام کې دنده تر سره کول یو ستر امانت دی او ټول کارکونکي باید خپله دنده داسې تر سره کړي چې له یوې خوا د نظام د پیاوړتیا سبب وګرځي او له بلې خوا هیوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي سعید وویل چې ټول کارکونکي مکلف دي چې د کارونو لا ښه والي لپاره د نظام اصولو ته ژمن ووسي او پلي کړي.
د دې مراسمو په پای کې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست له لوري د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې په دې ۱۵ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د تشریح او بررسۍ په برخو کې تخنیکي او عملي روزنه ورکړل شوه.