د ګمرکونو او عوایدو معین د سوداګریزو شرکتونو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره وکتل

3.jpg

20 اسد 1401

د ګمرکونو او عوایدو معین د سوداګریزو شرکتونو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره وکتل

د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر اخند نن د سوداګریزو شرکتونو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د یادې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي هم شتون درلود، د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی ریاست سرپرست ښاغلي معراج محمد معراج هم ګډون کړی و، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یي کړه چې زموږ هڅه داده څو په اړوندو برخو کې سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړو او موږ دې ته لیواله یو چې ستاسې ستونزې او وړاندیزونه واورو او د اصولو سره سم ستونزو ته حل لارې پیدا کړو.
په دې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د شوکاڼي او تازه میوو د صادراتو په برخه کې د سوداګرو شته ستونزې وړاندې کړې او د حل غوښتنه یي وکړه.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د سوداګرو د یادو ستونزو په اړه وویل چې موږ ټولو ګمرکونو ته هدایت کړی چې په صادراتو کې تازه میوو ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې موږ چمتو یو څو په خپل وخت سره د تازه میوو د صادراتو په برخه کې تاسو ته په ګمرکونو ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کړو.
ښاغلي سعید د سوداګریزو شرکتونو د اتحادیو له استازو څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګریزو شرکتونو هغه T1 چې د تېرو کلونو را په دې خوا په سیستم کې نا معتبره پاتي دي ژر تر ژره معتبر کړي.