له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه!

1.jpg

1 اسد 1401

له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه!

افغان حکومت د هیواد په بازارونو کي د نفتي توکو د کنټرولو او بیو را ټیټولو په موخه له ګاونډي هیواد ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد را واردوي.
د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت، همدا راز د افغانستان بانک، او نورم او سټندرډ ادارې ګډ پلاوي د ایران اسلامي جمهوريت ته د نفتي موادو د پیرلو په موخه رسمي سفر وکړ.
 د دې سفر په ترڅ کي یاد پلاوي د افغانستان د سفارت په همکاري د افغانستان په چارو کي د ایران د ولسمشر له استازي، د نفتي موادو د دولتي او سهامي شرکتونو له مسؤلینو سره د نفتي موادو د پېرلو، کیفیت، نرخونو، ټرانزیټ او سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو او افغانستان ته یې د واردولو په تړاو خبري اتري کړي دئ. 
په دې سفر کي د افغانستان د پلاوي او ایران دولت لخوا د یولړ همکاریو تر څنګ د G2G یا دولت په دولت قرارداد، د نفتي موادو د پایپ لاین غځولو، ګډو تصفیه خونو جوړولو او د اوږدمهاله هوکړو ترسره کولو اړوند موضوعاتو لپاره د دواړو اړخونو لخوا د یوې ګډې کمېټې پر رامنځته کېدو هم هوکړه وسوه. 
همدا شان د افغانستان په بازارونو کي د نفتي توکو د بیو لوړېدو له امله د ایران هیواد د یو خاص سهامي شرکت سره د شا و خوا۳۵۰زره ټنه نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه، چي په لنډو ورځو کي به یې افغانستان ته واردول پیل سي او ورسره به د هيواد په بازارونو کي د نفتي توکو بيې راټيټي سي. 
همدارنګه د دواړه لوریو ترمنځ هوکړه وسوه، هغه افغان خصوصي شرکتونه چي په ایران کي د نفتي توکو معاملې ترسره کوي د افغان حکومت له لوري به په رسمي توګه ور معرفي کیږي.