له دې وروسته د ننګرهار او کندهار ګمرکونه ۲۴ ساعته فعالیت کوي
6 اسد 1401
له دې وروسته د ننګرهار او کندهار ګمرکونه ۲۴ ساعته فعالیت کوي
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په هدایت سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او په سمه توګه د ملي عوایدو راټولولو په موخه له دې وروسته د ننګرهار او کندهار ګمرکونه په دو شفټونو کې په ۲۴ ساعته ډول فعالیت کوي.
همداشان د یاد هدایت له مخې په خوست ولایت کې د غلام خان چک پوسټ او په پکتیا ولایت کې د ډنډپټان چک پوسټ به هم سوداګرو ۱۲ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي.
د ګمرکونو او عوایدو معین یادو ګمرکونو ته هدایت ورکړی چې د بار وړونکو وسایطو په تګ او راتګ کې تعادل په پام کې ونیسي.