د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له سلاکار سره وکتل

1.jpg

10 اسد 1401

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له سلاکار سره وکتل

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له اقتصادي سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی و، دواړو لوریو د افغانستان د سوداګرۍ په اوسني وضعیت، په ګمرکونو کې په شته ستونزو او حل لارو، په ګمرکونو د نورو اړوندو ادارو په کړنو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
پریکړه وشوه چې د ګمرکونو لوی ریاست دې په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې لپاره طرح جوړه او د منظورۍ لپاره دې د اقتصاد عالي کمېسیون ته واستوي.