Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په لومړي ځل د خوست او ابونصر فراهي په ګمرکونو کې د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په لومړي ځل د خوست او ابونصر فراهي په ګمرکونو کې د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

1.jpg

14 سرطان 1401

په لومړي ځل د خوست او ابونصر فراهي په ګمرکونو کې د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د خوست او ابونصرفراهي په ګمرکونو کې د صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو په موخه انالوګ تلې فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د یادو تلو په فعالولو سره سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د اسانتیا برابرولو تر څنګ د زیات وزن او د ملي عوایدو له تیښتې څخه به هم مخنیوی وشي .
د ابونصرفراهي ګمرک نوې فعاله شوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ دانې لوډسیلونه لري همداشان د خوست ګمرک تله ۱۸ متره اوږدوالی او ۸ دانې لوډسیلونه لري چې هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن اوچتولو وړتیا لري.
په یادو تلو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پیسې یي د مالیې وزارت له بودیجې څخه تمویل شوي دي او کار یي د یو افغاني شرکت له لوري د درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسید.
د یادونې وړ ده چې ډیر ژر به  د نیمروز ګمرک او حیرتانو بندر کې هم د صادراتي توکو لپاره ورته تلې ګټې اخیتسنې ته وسپارل شي.