د ولایتي ګمرکونو یو شمېر کارکونکو ته د عوایدو راپور(م۲۹ فورم) د ترتیبولو په اړه درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو

2.jpg

13 سرطان 1401

د ولایتي ګمرکونو یو شمېر کارکونکو ته د عوایدو راپور(م۲۹ فورم) د ترتیبولو په اړه درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ولایتي ګمرکونو یو شمېر کارکونکو ته د عوایدو راپور(م۲۹ فورم) د ترتیبولو په اړه درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې پیل شو.
د دې ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله، د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد، د عوایدو لوی ریاست او د افغانستان بانک استازو ګډون کړی و.
د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د م۲۹ فورم د ترتیبولو لپاره د دې ورکشاپ جوړول اړین یاد کړل او د ولایتي ګمرکونو له کارکونکو څخه یي غوښتنه وکړه چې له دې ورکشاپ څخه ښه ګټه واخلي. 
د یادونې وړ ده چې په دې درې ورځني ورکشاپ کې به د ګمرکونو لوی ریاست د اسیکوډا او احصائیې د برخې متخصصینو او د افغانستان بانک استازي له لوري ګډونوالو ته د اسیکوډا سیستم له لارې د عوایدو راپور ترتیبولو، د م۲۹ فورم ډکولو، د بانکي سیستم (CBS) او داسې نورو اړوندو برخو کې عملي روزنه ورکړل شي.