د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

۱.jpg

12 سرطان 1401

د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، چې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید، د یاد ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په کې ګډون درلود؛ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د غونډې په پيل کې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد له لوري په ګمرکونو کې د ۱۴۰۱مالي کال د جوزا میاشتې او ددې کال د لومړۍ ربعې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په یاده موده کې د تیر په پرتله د راټولو شویو عوایدو مقایسوي ارقام شریک شول، چې پایله یې د تیر په پرتله د ګمرکي عوایدو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی، روڼتیا او د چارو ښه پرمختګ و ښودل شو.
ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید خبرې وکړې او د ګمرکونو د ټولو مسؤلینو له صادقانه هڅو ترسره کولو له امله یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې  د همداسې صادقانه هڅو په پایله کې به هیواد په اقتصادي برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په ګمرکي چارو کې د شفافیت رامنځته کولو او د عوایدو د کچې لوړیدو له امله د ګمرکونو له ریسانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د مسؤلینو صادقانه هڅو ښه پایله لرلې ده، چې په پایله کې یې په ګمرکي چارو کې روڼتیا رامنځته شوې او د عوایدو کچه لوړه شوې ده.
الحاج ملا محمد ناصر اخند د ګمرکونو ټولو ریسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د مسؤلینو ترمنځ د بشپړ اعتماد فضا رامنځته کړي او ټولو کارکونکو ته د سلیقو پر اساس نه، بلکې د مسلک پر اساس چارې وروسپارل شي.
په دغه غونډه کې د ګمرکونو ریسانو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند له لوري دوي ته په چارو کې د بشپړ شفافیت رامنځته کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو یو شمیر ریسانو ته د هغوي د ښو خدمتونو ترسره کولو په موخه ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکول شول.