د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا په موخه د پلټنې عالي ادارې یو شمېر کارکونکو ته روزنه ورکړل شوه

اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا زدګره.jpg

30 جوزا 1401

د اسیکوډا سیستم سره د بلدتیا په موخه د پلټنې عالي ادارې یو شمېر کارکونکو ته روزنه ورکړل شوه
د ګمرکونو لوی ریاست د ګمرکي سیستمو ریاست له لوري د  اسیکوډا سره د بلدتیا په موخه د پلټنې عالي ادارې ۲۰ تنه کارکونکو ته د ۲۱ورځني ورکشاپ له لارې روزنه ورکړل شوه.
د یاد ورکشاپ د پای په مراسمو کې د ګمرکي سیستمو رئیس ښاغلي محمد سالم اوریاخیل یاد ورکشاپ د پلټنې عالي ادارې د کارونکو له لپاره ګټور وباله او هیله یي وښوده چې له دې وروسته به د یادې ادارې کارونکي د هیواد له ګمرکونو څخه په مسلکي ډول پلټنه وکړي.