د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک منسوبینو دوه کسان د پیسو قاچاق په تور ونیول
29 جوزا 1401
د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک منسوبینو دوه کسان د پیسو قاچاق په تور ونیول.
د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک منسوبینو تېره ورځ دوه کسان چې غوښتل یي ۸۰ زره درهم عربي متحده اماراتو ته قاچاق کړي، ونیول.
نیول شویو کسانو یادې پیسې په مهارت سره په یو کارتن کې ځای پر ځای کړې وې چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په ترمینل کې د پلټنې پرمهال ونیول شول.
یاد کسان د نورو څیړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شول.