د هیواد سرحدي ګمرکونو د اطفائیوي امنیت د ټیګښت په موخه ناسته جوړه شوه

Meeting.jpg

26 جوزا 1401

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې او پیښو ته د رسیدنې لوی ریاست له سرپرست ښاغلي حافظ نورالله انصار سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې چې کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت او ښاروالۍ لوی ریاست استازو ګډون کړې و، د هیواد د سرحدي ګمرکونو د اطفائیوي امینت د ټیګښت په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اور وژنې او پیښو ته د رسیدنې لوی ریاست سرپرست چې په دې وروستیو کې یي د یو تخنیکي ټیم په ملتیا سرحدي ګمرکونو ته سفر کړې و خپل راپور د ګمرکونو لوی ریاست له سرپرست سره شریک کړ او شته ستونزو ته د رسیدنې لپاره یي د ګمرکونو لوی ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست وویل چې د سرحدي ګمرکونو د اطفائیوي امنیت د ټیګښت لپاره د اړوندو ادارو تر منځ لازمې همغږۍ ته اړتیا ده او تر څنګ یي موټر چلونکي هم باید د اطفائی برخې اصول په پام کې ونیسي. نوموړي د اور وژنې او پیښو ته د رسیدنې لوی ریاست سرپرست ته ډاډ ورکړ چې هغه ستونزې چې د ګمرکونو لوی ریاست اړوند دي ژر به ورته رسیدنه وکړي.