Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په ننګرهار ګمرک کې تر تاریخ تېر چپس ونیول سول | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په ننګرهار ګمرک کې تر تاریخ تېر چپس ونیول سول

ګرفتاری چپس.jpg

15 جوزا 1401

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د ګمرک ویښو مسؤلینو په یوه موټر کې تر وخت تېر بوتلي چپس کشف او نیولي دي. دغه چپس چې شمېر ئې ۷۰ کارتنو ته رسېږي د ننګرهار ولایت له مارکو څخه په قاچاقي ډول کابل ته لېږدول کېدل، چي د دې ولایت د ګمرک د امنیتي مفرزې د مسؤلینو له لوري ونیول سول، د مسؤلینو په خبره قاچاق وړونکي ئې له قاچاق سره د مبارزې د برخي اړوندو ادارو ته د پوښتنو او ګروېږنو په موخه سپارلي دي.
د یادوني وړده چې د قاچاقي توکو د لېږد را لېږد دا لومړۍ پېښنه نه ده، بلکي وخت نا وخته د قاچاق وړونکو له لوري هیواد ته تر تاریخ تېر او بې کیفیته توکي را قاچاق کېږي، چي په دې برخه کي امنیتي او د ګمرکونو مسؤلین بیدار او په پوره ایماندارۍ د دا ډول پېښو مخنیوی کوي او مجرمین د قانون منګلو ته سپاري.