د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو او د ګمرکي خطر مدیریت په نوې کړنلارې او پالیسۍ بحث او خبرې وکړې

1.jpg

21 ثور 1401

د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو او د ګمرکي خطر مدیریت په نوې کړنلارې او پالیسۍ بحث او خبرې وکړې


د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي خانزاده عبدالله په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د افغانستان د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو او د ګمرکي خطر مدیریت په نوې کړنلارې او پالیسۍ بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند، د ګمرکونو مرکزي ادارې رئیسانو او یو شمېر کارکونکو ګډون کړې و، شریعت مطهره  اصولو، د حنفي فقهې  مسایلو، د هیواد ملي ګټو، سوداګرۍ او ګمرکي پروسو کې د اسانتیا رامنځه کیدو اصل ته په پام سره د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو بیا کتنه وشوه. همداشان په دې ناسته کې د ګمرکي خطر مدیریت په نوې کړنلارې او پالیسۍ هر اړخیز بحث وشو چې په یادې کړنلارې او پالیسۍ کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو ترڅنګ مسؤلینو ته یي لارښونې هم وشوې.