د افغانستان د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو بیا کتنه وشوه

3.jpg

20 ثور 1401

د افغانستان د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو بیا کتنه وشوه
د افغانستان د ګمرکونو قانون د بیا کتنې په اړه ناسته نن د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست ښاغلي خانزاده عبدالله په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند، د ګمرکونو مرکزي ادارې رئیسانو او یو شمېر تخنیکي کارکونکو ګډون کړی و، د ګمرکونو قانون په یو شمېر مادو هر اړخیز بحث وشو او د تعدیل په اړه یي لازمې سلا مشورې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې ټول وزارتونه او خپلواکې ادارې مکلفې شوي دي، چې د خپلو اړوندو قوانینو او مقررو بیا کتنه وکړي، که کوم ځای کې د شریعت مطهره د اصولو، د حنفي فقهې د مسایلو او د هیواد د ملي ګټو سره ټکر ولیدل شو هغه دې اصلاح کړل شي او وروسته دې د منظورۍ په موخه د مشرتابه مقام ته وړاندې شي.