د ګمرکونو او عوایدو معین په خوست ولایت کې له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

2.jpg

24 حمل 1401

د ګمرکونو او عوایدو معین په خوست ولایت کې له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند چې په رسمي سفر خوست ولایت ته تللې، تېره ورځ یې د یاد ولایت د ګمرک په ریاست کې  له یو شمېر ملي سوداګرو سره چې د غلام خان له لارې سوداګري کوي، وکتل.
په دې کتنه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او دې ریاست سرپرست ښاغلي خانزاده عبدالله او د خوست ګمرک رئیس هم شتون درلود، په پیل کې سوداګرو په ګمرکونو کې د وروستیو اصلاحاتو او اسانتیاو راوستلو له امله د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او همداشان یي خپلې شته ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ګمرکونو و عوایدو معین له یادو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي. همداشان دواړو لوریو په اړوندو چارو کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.