د ولایتي ګمرکونو د اداري او مالي برخې کارکونکو ته د پنځه ورځني ورکشاپ پیل
8 حمل 1401
د ولایتي ګمرکونو د اداري او مالي برخې کارکونکو ته د پنځه ورځني ورکشاپ پیل
د ولایتي ګمرکونو د اداري او مالي برخې کارکونکو ته پنځه ورځنۍ ورکشاپ نن د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې پیل شو.
په دې ورکشاپ کې چې د ولایتي ګمرکونو د اداري او مالي برخې د ۴ او ۵ بست مدیرانو ګډون کړی، دوی ته به په اداري او مالي برخه کې په معیاري ډول هر اړخیزه روزنه ورکړل شي او هم به عملي تجربې ترلاسه کړي.